کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له نړيوالې ټولنې د روسيې غوښتنه؛ د افغانستان په سرپرست حکومت دې له قید او شرط پرته بنديزونه لرې کړي

ارګ پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د رياست الوزرا سیاسي مرستيال په کابل کې د روسيې له سفير دیمیتري ژيرنوف سره ليدلي. په‌ دغه ليدنه کې د روسيې سفير ويلي، له نړيوالې ټولنې يې د حکومت غوښتنه ده چې پر افغانستان دې يو طرفه بنديزونه له قید او شرط پرته لرې کړي. ورته مهال بیا د ريس الوزرا سیاسي مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ا…

2024-03-01 00:42 88۱ دقیقې لوستل
له نړيوالې ټولنې د روسيې غوښتنه؛ د افغانستان په سرپرست حکومت دې له قید او شرط پرته بنديزونه لرې کړي

ارګ پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د رياست الوزرا سیاسي مرستيال په کابل کې د روسيې له سفير دیمیتري ژيرنوف سره ليدلي.

په‌ دغه ليدنه کې د روسيې سفير ويلي، له نړيوالې ټولنې يې د حکومت غوښتنه ده چې پر افغانستان دې يو طرفه بنديزونه له قید او شرط پرته لرې کړي.

ورته مهال بیا د ريس الوزرا سیاسي مرستيال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پراختيا ټينګار کړی.

نوموړي په نړيواله سطحه د روسيې ستراتیژیکې کچې ته په کتو د افغانستان او روسيې اړيکې مهمی بللي. 

نوموړي همداراز د دوحې د وروستۍ ناستې په اړه د روسيې دريځ ستايلی.

ده ويلي، په افغانستان کې د بشپړ امنيت په راتګ سره د دواړو لورو لپاره په اقتصادي، کلتوري او ټرانزیټي برخو کې د همکاريو لپاره زمينه برابره شوې.

ده همداراز ويلي، هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او نړۍ پر ضد وکاروي.

نوموړي همداراز زياته کړې هر هغه څوک چې په دې برخه کې اندېښنه لري له دوی سره دې‌ شريکه کړي.

سیاسي مرستیال همداراز د روسيې له سفير غوښتنه کړې، چې روسي پانګوال دې په افغانستان کې د پانګونې له رامنځته شويو فرصتونو څخه په ګټې اخيستنې پانګونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب