کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له پاکستانه په تېرو پنځه ورځو کې د افغانانو نږدې ۷۰۰ کورنۍ ویستل شوي

د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې د اختر له څلورمې ورځې تر اوسه له پاکستانه هېواد ته ۶۷۵ کورنۍ په جبري توګه راستنې شوې دي. په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریئس بازمحمد عبدالرحمان رسنیو ته ویلي چې په تېرو پنځه ورځو کې هېواد ته د تورخم له لارې ۶۷۵ کورنۍ راغلې دي او نن ورځ هم ۲۵۶ نورې کورنۍ راغلې…

2025-04-06 05:01 28۱ دقیقې لوستل
له پاکستانه په تېرو پنځه ورځو کې د افغانانو نږدې ۷۰۰ کورنۍ ویستل شوي

د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې د اختر له څلورمې ورځې تر اوسه له پاکستانه هېواد ته ۶۷۵ کورنۍ په جبري توګه راستنې شوې دي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریئس بازمحمد عبدالرحمان رسنیو ته ویلي چې په تېرو پنځه ورځو کې هېواد ته د تورخم له لارې ۶۷۵ کورنۍ راغلې دي او نن ورځ هم ۲۵۶ نورې کورنۍ راغلې دي.

د عبدالرحمان په وینا د راستنو شوو کډوالو لپاره یې اړین امکانات برابر کړي دي او دوی ته د خدمت کولو په برخه کې هیڅ رقم ستونزه نشته.

نوموړي همداراز ویلي چې د راستنو شویو کډوالو د لومړنیو کارونو له خلاصولو وروسته ددوی بایومټریک کېږي، وروسته بیا کمپ ته لېږل کېږي او هلته ورسره نوره  مرسته کېږي.

ورته مهال بیا له پاکستانه راستانه شوي افغانان له پاکستانه په جبري ډول د راویستلو پرمهال د یاد هېواد د پولیسو له بد چلند شکایت کوي.

په همدې حال کې یو تن افغان چې کورنۍ یې له پاکستانه په جبري ډول راویستل شوې ده رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د یاد هېواد پولیسو یې د اختر په شپه پر کور چاپه وهلې ده او دده پلار یې له ځان سره وړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب