د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي وايي، په دغه هېواد کې مېشت غېر قانوني افغان کډوال دې له ايرانه ووځي.
هغه ويلي ایراني چارواکو د یوې ناستې په څنډه کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې نږدې راتلونکې کې به ټول غیر قانوني کډوال له دې هېواده وباسي.
وحيدي زياته کړې، چې زرګونه کډوال اوس هم د ايران په زندانونو کې دي.
هغه همداراز ويلي، چې تر ۲۰۰ زرو ډېر هغه کډوال چې له ايرانه اېستل شوي وو بېرته ايران ته ورغلي دي.
وروستیو ورځو کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم هره ورځ له ایرانه د شاوخوا دوه زره افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت په وینا، چې د دې کډوالو زياته برخه یې په جبري توګه له ایرانه بېرته راشړل کېږي.
د ایران د کورنيو چارو وزير همدا راز ويلي، له افغان حکومت سره يې اوبه او کډوال د پام وړ موضوغات دی.
په دې وروستيو کې له پاکستان څخه هم د غیر قانوني کډوالو د شړلو لړۍ چټکه شوې ده.
د پاکستان حکومت ويلي، ټول هغه غیر قانوني کډوال، بايد له دې هېواده د روانې اکتوبر مياشتې تر وروستۍ نېټې له پاکستان ووځي.
په دغه هېواد کې نږدې یو مليون افغان کډوال اوسيږي، چې هره ورځ سلګونه کورنۍ ترې هېواد راځي.
تازه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي له پاکستان او ايران څخه د راشړل کېدونکو کډوالو په اړه خواشيني څرګنده کړې، او ويلي يې دي راشړل شوي کډوال له زورونو او زور زياتي څخه شکایت کوي.




