کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له ښوونځي تازه فارغ شويو زدکوونکو ته سپارښتنې او مشورې

په دې ليکنه کې غواړم خپلې شخصي تجربې تجربې او سپارښتنې له تاسو سره شریکې کړم، په خاص ډول د هغو لپاره چې تازه له ښوونځي فارغ شول.   هغه تجربې او سپارښتنې چې زه يې په دې ليکنه کې رانغاړم، دا ټول مې د همدې ټولنې له حالاتو په نظر کې نيولو سره ترتيب کړي دي.   هيله لرم چې درته ګټورې ثابتې شي.   ښوونيزې او مسلک…

2024-06-05 19:36 327۳ دقیقې لوستل
له ښوونځي تازه فارغ شويو زدکوونکو ته سپارښتنې او مشورې

په دې ليکنه کې غواړم خپلې شخصي تجربې تجربې او سپارښتنې له تاسو سره شریکې کړم، په خاص ډول د هغو لپاره چې تازه له ښوونځي فارغ شول.

 

هغه تجربې او سپارښتنې چې زه يې په دې ليکنه کې رانغاړم، دا ټول مې د همدې ټولنې له حالاتو په نظر کې نيولو سره ترتيب کړي دي.

 

هيله لرم چې درته ګټورې ثابتې شي.

 

ښوونيزې او مسلکي سپارښتنې

 

۱_ لوړې زدکړې کول: که ممکنه وي خپلو لوړو زدکړو ته دوام ورکړئ، پوهنتون ته کامياب کېدل او د خپلې خوښې پوهنځی لوستل ستاسو د مسلکي راتلونکي لپاره مهم دی.

 

۲_ مسلکي کورسونه: که چېرته پوهنتون ته داخلېدل ستونزمن وي، نو په مختلفو مسلکي کورسونو کې ګډون وکړئ.

د ټکنالوژۍ، ژبو او دې ته ورته د نورو مسلکي مهارتونو زدکړه کولای شي تاسو ته د کار زمينه برابره کړي.

 

۳_ انټرنټ او آنلاین زدکړه: د انټرنټ له لارې آنلاین کورسونو ته لاسرسی پیدا کړئ په دې سره به نوي معلومات او مهارتونه زده کړئ.

 

د تجربو پر بنسټ لارښوونې

 

۱_ کار او تجربه: که تاسو د کار کولو فرصت ترلاسه کړ، له لاسه يې مه ورکوئ که هغه لنډ مهاله وي او يا هم اوږد مهاله.

دا چاره به تاسو ته په عملي نړۍ کې د کار کولو تجربه درکړي او ستاسو مهارتونه به پياوړي کړي.

 

۲_ رضاکاري: رضا کاره فعاليتونه کول نه يوازې ستاسو ټولنيزې اړيکې پراخوي، بلکې تاسو ته د رهبرۍ او ګروپي کار تجربې هم درکوي.

 

۳_ شبکې جوړول: له نورو فارغانو، استادانو او مسلکي کسانو سره په اړيکه کې اووسئ، په دې سره به ستاسو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابر شي.

 

رواني او ټولنيزې سپارښتنی

 

۱_ مثبت ذهنيت: که د ژوند په هره برخه کې له ستونزو سره مخ کېږئ، حل لارې ولټوئ او ذهنيت مو مثبت وساتئ.

 

۲_ ورزش او فعاليتونه: فزيکي فعاليتونه او ورزش د رواني او فزیکي روغتيا لپاره اړين دي.

په منظم ډول ورزش کول او ستاسو په ژوند کې انډول رامنځته کوي.

 

۳_ د خپلو اهدافو ټاکل: خپل اهداف وټاکئ او د ترلاسه کولو لپاره يې پلان جوړ کړئ.

لنډ مهاله او اوږد مهاله موخې کولای شي چې ستاسو لپاره لار مشخصه کړي او ستاسو هڅې متمرکزې کړي.

 

مالي سپارښتنې:

۱_ سپما کول: هر څومره چې ممکنه وي يوه اندازه پیسې سپما کړئ.

د راتلونکو اړتياوو او چيلنجونو لپاره مالي سپما اړينه ده.

 

۲_ بوديجه جوړول: خپلې مالي سرچينې په سمه توګه وکاروئ، بوديجه جوړول او د لګښتونو کنټرول کولای شي تاسو ته مالي ثبات او ارامتيا درکړي همدارنګه به تاسو د هغه خطرونو لپاره چمتو ياست چې په راتلونکي کې د پيسو د نشتون له امله تاسو ته سرخوږی جوړ کړي.

 

اخلاقي سپارښتنې:

۱_ صداقت او ايمانداري: پر هر کار کې ريښتيني اووسئ، دا نه يوازې ستاسو شخصي باور پياوړی کوي، بلکې نور خلک هم درباندې باوري کوي.

 

۲_ له خلکو سره مرسته: له خپلو شاوخوا خلکو سره مرسته وکړئ، د ټولنې په پرمختګ کې برخه واخلئ دغه چارې د يو ښه او مثبت شخصیت جوړلو لپاره اړينې دي.

 

په دې توګه هغه زدکوونکي چې تازه له ښوونځيو فارغ شوي، وکولای شي چې خپلو راتلونکو زدکړو، کارونو او شخصي ژوند کې بريالي او پرمختللي اووسي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب