کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له کابله برېتانیې ته ستانه شوي ديني عالمان: طالبانو تعليم نه دی بند کړی؛ يواځې سېکولر زده کړې يې ځنډولې دي

افغانستان څخه برېتانیې ته د دینې عالمانو بېرته ستانه شوي پلاوي ويلي، چې افغان حکومت پر تعلیم بشپړ بنديز نه دی لګولی؛ بلکه یواځې یې سېکولر او لېبرل زده کړې په لنډ مهال ډول ځنډولې دي. د دغه پلاوي يوه غړي، شېخ حامد محمد، چې يوه غونډه کې افغانستان ته د خپل سفر په اړه جزيات وړاندې کول وویل: «نجونې له ۱۰ تر ۱۱ کلنۍ پور…

2023-09-16 11:24 187۲ دقیقې لوستل
له کابله برېتانیې ته ستانه شوي ديني عالمان: طالبانو تعليم نه دی بند کړی؛ يواځې سېکولر زده کړې يې ځنډولې دي

افغانستان څخه برېتانیې ته د دینې عالمانو بېرته ستانه شوي پلاوي ويلي، چې افغان حکومت پر تعلیم بشپړ بنديز نه دی لګولی؛ بلکه یواځې یې سېکولر او لېبرل زده کړې په لنډ مهال ډول ځنډولې دي.

د دغه پلاوي يوه غړي، شېخ حامد محمد، چې يوه غونډه کې افغانستان ته د خپل سفر په اړه جزيات وړاندې کول وویل: «نجونې له ۱۰ تر ۱۱ کلنۍ پورې لومړنيو ښوونځيو ته تللی شي، په ليسه کې د ښځو پر زدکړو بنديز لګول شوی، دا په دې معنی نه ده چې نجونې په بشپړ ډول له زدکړو منع شوې دي.»

دغه ديني عالم د افغان چارواکو له خولې ويلي، چې افغانستان که نجونې وغواړې ډاکټرانې او ښوونکي شي؛ نو د زده کړو اجازه ورکول کېږي.

حامد محمد ويلي، د نجونو د زده کړو د ځنډېدو یو لامل د ځينو اطرافي ديني عالمانو مخالفت دی. هغه وايي طالبانو راته وویل: «موږ شل کاله متحده وو، په اوسنيو شراېطو کې چې بايد هېواد جوړ کړو، موږ نشو کولی له دې امله په خپل منځ کې اختلافاتو ته اجازه ورکړو، نو ځکه موږ په لنډمهاله توګه سېکولر زدکړې ځنډولې دي.»

د برېتانيې د دغه دينې عالم څرګندونې د ټولنیزو رسنيو  د زيات شمېر کاروونکو له غبرګونو سره مخ شوي دي. يو شمېر افغانانو دوی ته د اوسني حکومت د تبليغاتي ډلې خطاب کړی دی.

د برېتانيې دغه ديني عالم دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغانستان کې له تېرو دوه کلونو راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او پوهنتونو ته پر تګ بنديز لګېدلی دی.

افغان چارواکو هم په خپلو څرګندونو کې دغه بنديز موقتي ګڼلی دی؛ خو تر اوسه معلومه نه دی، چې د نجونو د زده کړو لپاره به د اوسني حکومت شرایط کله چمتو شي.

دغو برېتانيوي ديني عالمانو د جولای په وروستيو او د اګست په لومړيو کې کابل ته د سفر پر مهال له يو شمېر افغان چارواکو سره ليدنې کتنې درلودې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب