کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له کندهاره پاکستان ته د نږدې ۸۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ زیاست خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په سپین بولدګ او رېګستان ولسوالیو کې پاکستان ته د قاچاقېدونکو ۸۰۰ پسونو مخه نیولې ده. د دغه ریاست ویاند محمد حنیف حقمل تېره ورځ"شنبه، د غبرګولي لسمه"ویلي ټاکل شوې وه چې د کندهار د سپین بولدګ او رېګستان ولسوالیو له لارې پاکستان ته ۷۹۰ پ…

2025-06-01 20:18 44۲ دقیقې لوستل
له کندهاره پاکستان ته د نږدې ۸۰۰ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ زیاست خبر ورکړی چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په سپین بولدګ او رېګستان ولسوالیو کې پاکستان ته د قاچاقېدونکو ۸۰۰ پسونو مخه نیولې ده.

د دغه ریاست ویاند محمد حنیف حقمل تېره ورځ"شنبه، د غبرګولي لسمه"ویلي ټاکل شوې وه چې د کندهار د سپین بولدګ او رېګستان ولسوالیو له لارې پاکستان ته ۷۹۰ پسونه په قاچاقي توګه واړول شي خو د دغه ولایت د امنیتي ځواکونو لخوا یې مخه نیول شوې ده.

حقمل ویلي امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په سپین بولدګ کې د ۴۰۰ پسونو او په رېګستان ولسوالۍ کې د ۳۹۰ پسونو د چاقاق مخنیوی وکړي.

دا پسونه په داسې حال کې ګاونډي هېواد پاکستان ته لېږل کېدل چې هر کال د لوی اختر په را رسېدو سره په هېواد کې د څارویو قېمتونه لوړېږي.

د لوی اختر له را رسېدلو سره د څارویو د قېمتونو د لوړېدو په اړه د کابل ښار یو اوسېدونکي جان محمد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د لوی اختر په ورځو او شپو کې د څارویو د بیعو د لوړوالي لامل بهرنیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق دی.

جان محمد ویلي"لکه څنګه چې لوی اختر نږدې کېږي، بیې لوړېږي. نو غوره ده چې د پسونو د قاچاق مخه ونیول شي، ځکه که نه نو خلک به د څارویو له کمښت سره مخ شي، او حکومت باید په کور دننه نرخونه کنټرول کړي."

یو شمېر خلک بیا وایې چې د هېواد اوسني وضعیت لا له وړاندې د څارویو شمېر راټیټ کړی او قېمتونه یې مخ پورته تللي دي خو که نورو بهرنیو هېوادونو ته د څارویو د قاچاق مخنیوی ونشي نو قېمتونه نور هم لوړولی شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب