تېره ورځ د یو شمېر حکومتي چارواکو په شتون کې د دارالامان ماڼۍ له شاوخوا یو کال وروسته د سیلانیانو او عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوه.
دغه راز مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د هېواد ټول تاريخي ځايونه رغوي او خلکو ته به يې د ليدلو اجازه ورکوي.
په ورته مهال يو شمېر کابل ښاريان وایي، چې تاریخو ځایونو ته د عامو خلکو او په ځانګړې توګه د بهرنیو سیلانیانو ورتګ د اقتصاد په پیاوړتیا هم مثبت اغیز لري او له حکومته یې وغوښتل، چې له دې وروسته دې ټولو تاریخي ځایونو ته په ورتګ ټول بندیزونه لېرې کړي او پر ځای دې یې دوی ته هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي.
دوی دغه راز د تفریح لپاره د خلکو پر اړتیا ټینګار وکړ او زياته يې کړه، افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې ډېر تاريخي ځايونه لري او بايد دغه ځايونه ورغول شي.
باید یاده شي، چې د دارالامان ماڼۍ د ۱۹۲۰ لسیزې په لومړیو کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او تر سلو کلونو زیات عمر لري.
دا ماڼۍ د څلویښت کلنو کورنیو جګړو په ترڅ کې زیانمنه شوې، وه چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت بیا جوړه او پرانیستل شوه.




