کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

له ۷۰۰۰ ډېر کډوال له پاکستان او ايران څخه هېواد ته راشړل شوي

له ۷۰۰۰ ډیر کډوال له پاکستان او ايران بېرته هېواد ته راشړل شوي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راپور په اساس پرون دوشنبه د (اکټوبر۲۳) ۵زره او ۱۹۶ کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته جبرا راشړل شوي. په دغه کډوالو کې ۶۷۶ کورنۍ د تورخم او ۲۰۹ کورنۍ بيا د سپين بولدک له لارې وطن ته را…

2023-10-24 02:32 47۲ دقیقې لوستل
له ۷۰۰۰ ډېر کډوال له پاکستان او ايران څخه هېواد ته راشړل شوي

له ۷۰۰۰ ډیر کډوال له پاکستان او ايران بېرته هېواد ته راشړل شوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د راپور په اساس پرون دوشنبه د (اکټوبر۲۳) ۵زره او ۱۹۶ کډوال د تورخم او سپين بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته جبرا راشړل شوي.

په دغه کډوالو کې ۶۷۶ کورنۍ د تورخم او ۲۰۹ کورنۍ بيا د سپين بولدک له لارې وطن ته راغلي.

دغه کډوال له راستنېدو وروسته د مرستو لپاره د کډوالو نړيوال سازمان ته ورپېژندل شوي.

همدا راز له ايران څخه هم ۳ زره او ۳۱۰ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي.

پاکستان په دې وروستيو کې ګن شمېر افغان کډوال زورولي او جبرا يې له خپل هېواده شړلي.

تازه د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، مولوي خليل الرحمن حقاني ويلي، د ټولو هغه کډوالو لپاره چې بېرته هېواد ته راځي اسانتياوې برابروي.

نوموړي په سپين بولدک کې د يو کمپ د جوړیدو خبره کړې، چې په خبره يې ډېر ژر به يې د جوړېدو چارې پيل شي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د تېرې ورځې کرکټ بريا چې له پاکستان يې وګټله ابراهيم ځدران د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هغه کډوالو ته ډالۍ کړه، چې له پاکستانه راشړل شوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب