کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو د لابراتوارونو له پاره د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل پیرلي

د لوړو زده کړو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د ټولو دولتي تحصیلي مرکزونو، د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو لپاره د مجهزو او پر وسایلو د سمبالو لابراتوارونو لپاره یې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لابراتوار وسایل پېرلي دي. د یاد وزارت د مسوولانو پر وینا چې په پېرل شوو وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجربو لپار…

2025-01-19 00:54 107۱ دقیقې لوستل
لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونو د لابراتوارونو له پاره د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل پیرلي

د لوړو زده کړو وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د ټولو دولتي تحصیلي مرکزونو، د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځیو لپاره د مجهزو او پر وسایلو د سمبالو لابراتوارونو لپاره یې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د لابراتوار وسایل پېرلي دي.

د یاد وزارت د مسوولانو پر وینا چې په پېرل شوو وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجربو لپاره کیمیاوي وسایل شامل دي چې په نږدې راتلونکي کې به تحصیلي مزکزونو ته د استفادې لپاره ولېږل شي چې ورسره به د هر دولتي پوهنتون د محصلینو لپاره مجهز لابراتوارونه جوړ شي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزارت به په دولتي پوهنتونو کې د مجهزو لابراتوارونو د جوړولو په برخه کې له اړتیا سره سم نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب