کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لوړو زدکړو سرپرست وزير: هېواد مو له جګړو راوتلی او په تحصیلي برخه کې همکاري ته اړتيا لري

لوړو زدکړو وزارت په يوه خبر پاڼه‌ کې ويلي، د دغه وزارت سرپرست وزير د ترکيې له سفير جنک‌اونال سره ليدلي دي. سرپرست وزير په دغه ليدنه‌ کې ويلي، افغانستان له جګړو راوتلی هېواد دی په بېلابېلو علمي او تحصيلي برخو کې لا ډېرې همکاري ته اړتيا لري.   نوموړي دغه راز د افغانستان په پوهنتونونو کې د لېسانس او فو…

2024-12-29 20:57 93۱ دقیقې لوستل
لوړو زدکړو سرپرست وزير: هېواد مو له جګړو راوتلی او په تحصیلي برخه کې همکاري ته اړتيا لري

لوړو زدکړو وزارت په يوه خبر پاڼه‌ کې ويلي، د دغه وزارت سرپرست وزير د ترکيې له سفير جنک‌اونال سره ليدلي دي.

سرپرست وزير په دغه ليدنه‌ کې ويلي، افغانستان له جګړو راوتلی هېواد دی په بېلابېلو علمي او تحصيلي برخو کې لا ډېرې همکاري ته اړتيا لري.

 

نوموړي دغه راز د افغانستان په پوهنتونونو کې د لېسانس او فوق لېسانس د پروګرامونو د ځواکمنتيا په برخه کې د ترکيې هڅې وستايلې او له خپل اړخه يې د همکاري ډاډ ورکړ.

 

وړانډې ليکل شوي، جنک‌اونال د لوړو زدکړو وزارت د تحصيلي پروګرامونو د پياوړتيا په برخه کې د لا همکاري ډاډ ورکړ او ويې ويل، هېواد يې چمتو دی ترڅو د پوهنتونونو د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

 

اونال همداراز د ساختماني انجينري، طب، زراعت او نورو برخو کې د تحصيلي بنسټونو يو پلاوي ته د بلنه ورکړې چې ترکیه کې د علمي ظرفيت لوړونې په برخه کې تجربې ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب