کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لوړو زدکړو وزارت: د څېړنو په موخه د کنفرانسونو په جوړېدو پانګونه کوو

د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستيال دوکتور لطف الله خيرخوا په ننګرهار کې د اقليم بدلون په نړيوال کنفرانس کې ويلي، د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت څېړنو ته د زمینې برابرولو په موخه په ملي او نړیوالو کانفرانسونو پانګونه کوي او د پوهنتونونو استادانو ته د څیړنې کولو زمينه برابروي. نوموړي همداراز ويلي، راتلونکی کال به د پلان له…

2024-02-10 02:48 82۱ دقیقې لوستل
لوړو زدکړو وزارت: د څېړنو په موخه د کنفرانسونو په جوړېدو پانګونه کوو

د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستيال دوکتور لطف الله خيرخوا په ننګرهار کې د اقليم بدلون په نړيوال کنفرانس کې ويلي، د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت څېړنو ته د زمینې برابرولو په موخه په ملي او نړیوالو کانفرانسونو پانګونه کوي او د پوهنتونونو استادانو ته د څیړنې کولو زمينه برابروي.

نوموړي همداراز ويلي، راتلونکی کال به د پلان له مخې څېړنو ته ښه زمينه برابره کړي.

ورته مهال د لوړو زدکړو وزير هم د اقليمي بدلون د اغیز کمولو لپاره د بودیجې منظورولو اعلان کړی.

نوموړي هيله څرګنده کړې چې دغه کنفرانس به د افغانستان ريښتینی انځور نړۍ ته وښيي.

د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس چې ننګرهار پوهنتون کې جوړ شوی، پکې د داخلي استادانو ترڅنګ ګڼو بهرنيو استادانو هم برخه اخيستې.

دغه کنفرانس چې نن شنبه شروع شوی درې ورځې به دوام وکړي.

د يادونې ده، چې ياد کنفرانس کې د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو هم برخه اخيستې او خبرې يې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب