د لوګر د عامې روغتیا رئیس سیدالرحمن قادري وایي، د کابل-لوګر پر لار د پل علم ښار اړوند په «نیازيو» سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي.
د تخار د امنیه قومانداني وياند عبدالمبين صافی هم وايي، د دغه ولايت د مرکز تالقان ښار د درېيمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د يوې ټرافيکي پېښې له امله یو کس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د صافی په وينا، دغه پېښه تېره ورځ مازيګر رامنځته شوې ده.
د يادو ولايتونو د چارواکو په وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
خبرياله: حبيبه صها




