کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لوګر کې د خروار بند د دویم فاز کارونه د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت د خروار بند د لومړي فاز د ساتنې او څارنې کارونو له بشپړېدو وروسته د یاد بند د دویم فاز کارونه د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي. د دغه بند د دویم فاز کارونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوي چې پکې د یاد ولایت والي، علماوو، مسوولانو او قومي مشرانو هم ګډون ک…

2025-05-21 21:02 56۱ دقیقې لوستل
لوګر کې د خروار بند د دویم فاز کارونه د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت د خروار بند د لومړي فاز د ساتنې او څارنې کارونو له بشپړېدو وروسته د یاد بند د دویم فاز کارونه د څه باندې ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي.

د دغه بند د دویم فاز کارونه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوي چې پکې د یاد ولایت والي، علماوو، مسوولانو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالومات په اساس د خروار بند د لومړي فاز ساتنې او څارنې پروژه تېرکال د سرپرست حکومت له لوري د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې وه چې اوس جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بند د دویم فاز کارونه چې تازه پیل شوي دي څه باندې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او د پنځه میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې دغه بند ۳۶ متره لوړوالی لري او ۱۴۰ متره اوږد دی چې شپږ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب