د لوګر ولایت د لوړو زده کړو موسسې خبر ورکړی چې د یاد ولایت له نږدې ۲۵۰۰ تنو شاګردانو څخه یې د کانکور ازموینې اخیستلو لړۍ پیل کړې ده.
د یاد ولایت د لوړو زده کړو موسسې ریئس مفتي ضیا احمد صارم په همدې اړه جوړو شو مراسمو کې ویلي چې دا کال د یاد ولایت له مرکز پُل عالم او نورو ولسوالیو نږدې ۲۵۰۰ تنو نویو فارغو شوو شاګردانو په دغه ازموینه کې ګډون درلود چې په درې ورځو کې به واخیستل شي.
صارم همداراز ویلي چې د لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د یو شمېر نورو پروژو کارونه هم روان دي او د پخوا پرتله پکې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.
لوګر ولایت کې د کانکور ازموینې ورکونکي خوښ دي او له لوړو زده کړو وزارته غواړي چې د هېواد په کچه په پوهنتونونو کې شته ستونزو ته د حل لارې ولټوي.
باید وییل شي چې د ازموينو ملي ادارې پر لوګر ولایت سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د روان ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینو لړۍ پیل کړې ده چې په راتلونکو درې ورځو کې به پای ته ورسېږي.




