کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو مووسسې د خوړنځای او لیلیې د تعمیر جوړولو چارې پیل شوي

د لوړو زده کړو وزارت په ایکس پاڼه راغلي چې د یاد وزارت له عادې بودیجې ۲۳ میلیونه افغانۍ په لوکر ولایت کې د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې د تعمیر او خوړنځای د ترمیمولو له پاره ځانګړې شوې. ددغې پروژې د پیل په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور خبرې وکړې او ویې ویل چې د لوګر لوړو زده کړو موؤسسې ته په هرځل…

2024-12-29 19:20 100۲ دقیقې لوستل
لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوړو زده کړو مووسسې د خوړنځای او لیلیې د تعمیر جوړولو چارې پیل شوي

د لوړو زده کړو وزارت په ایکس پاڼه راغلي چې د یاد وزارت له عادې بودیجې ۲۳ میلیونه افغانۍ په لوکر ولایت کې د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې د تعمیر او خوړنځای د ترمیمولو له پاره ځانګړې شوې.

ددغې پروژې د پیل په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور خبرې وکړې او ویې ویل چې د لوګر لوړو زده کړو موؤسسې ته په هرځل راتګ، په علمي او زیربنایې برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونو، پرمختګونو او د ودانیزو چارو د پراختیا شاهد یم او په طمع یم، چې یوه ورځ دغه د لوړو زده کړو مووسسه په پوهنتون بدله شي.

همدارنګه د یاد ولایت د لوړو زده کړو مووسسې ریس مفتي ضیاء الاحمد صارم د دغو پروژو د پیل په پار د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل چې موږ لا هڅه کوو ترڅو د محصلینو له پاره تر دې ډېر خدمات وړاندې کړو، نوموړي له محصلینو وغوښتل چې له دې اسانتیاو څخه ښه ګټه پورته کړي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د لوګر لوړو زده کړو موسسه کې د یوه جومات جوړولو د پروژې چارې پیل شوې وې چې د مسوولانو په وینا نږې ۵۰ سلنه چارې یې پر مخ تللې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب