د اوبو او انرژي وزارت ويلي، ياده پروژه د دغه وزارت سرپرست وزير ملا عبدالطيف منصور او نورو ګڼو چارواکو په شتون کې نن «چهارشنبه د نومبر ۲۹مه» پرانستل شوه.
سرپرست وزير په هېواد کې روان امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي، اوس د دې وخت دی چې د هېواد اقتصادي پراختيا ته کار وکړو.
نوموړي همداراز خلکو ته ډاډ ورکړی چې په ريښتيني توګه به خپل مسؤوليت ترسره کوي.
په ورته وخت کې دلوګر والي ضیالرحمن مدني ویلي، سرپرست حکومت خلکو ته د ښه خدمت په توګه شپه او ورځ هڅې کوي.
د خروار بند د جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره د سردار محمد داوود خان په وخت کې پیل شوې وې چې د ځينو ستونزو له امله نیمګړې پاتې وې.
دغه بند به د ۳۴ متره په لوړوالي او د ۱۴۰ متره په اوږدوالي سره جوړ شي چې د ۱۷ مليون مکعب متره اوبو ذخیره کولو وړتيا به ولري.
د دغه بند له جوړېدو وروسته به شپږ زره هکټاره ځمکه خړوبه او ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.




