د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسؤل عبدالبصیر شاهد وایي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د پرلهپسې اورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
هغه زیاتوي، وروستیو اوروښتونو په مرکز پل علم، خروار، برهکي برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینا، د ورستیو اورښتونو له امله شاوخوا ۱۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي چې د یو شمیر کورنیو او نړیوالو بنسټونو پرمټ د وروستیو اورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
باید وویل شي چې د وروستیو اروښتونو او سېلابونو له امله د هیواد په مرکزي، سوېلي او شمالي ولایتونو کې هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
خبرياله: حبیبه صها




