د لوګر مرکز پلعالم اړوند د هارون خېلو په سيمه کې د يو کس لوري د ۳۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت د یو ښوونځي وداني جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر ولايت د پوهنې رييس جنت ګل عزيز وويل، ياد ښوونځی د همايون بهادر په نوم د یو کس په شخصي لګښت جوړ شوی.
هغه همداراز وويل، ياده ښوونځی پر دفتري وسایلو سربېره يوه اداره، اته درسي خونې، په لمريزه بریښنا سمبال د اوبو څاه او نور ګڼ شمېر اړين وسايل لري.
نوموړي وويل، د دغه ښوونځي په جوړېدو سره شاوخوا ۶۰۰ زدکوونکو ته د زدکړو مناسب چاپيريال برابر شوی وی.
هغه ویلي، د ښوونځي جوړونکي د ۹ ښوونکو په ګډون ۴۰۰ زدکوونکو ته د ښوونځي لباسونه هم جوړې کړي دي.
د هارون خېلو د سيمې زدکوونکي خوښ دي، چې ودانۍ ورته جوړه شوې.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په لوګر کې د محمد اکبر په نوم د يو ځوان له لوري يو ښوونيز مرکز ته وداني جوړه شوې چې ۸۰۰ زدکوونکو ته يې د زدکړو اسانتيا برابره کړې ده.




