د لوګر ولايت د دولتي ځمکو د غصب کمېسيون وايي، د دغه ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې يې شاوخوا ۴۰۰ جريبه دولتي ځمکه له غصب خلاصه کړې.
د ياد کمېسيون يوه غړي شاهدالله همراز ويلي، دغه ځمکه يې د محمد اغې ولسوالۍ ناظر کلي کې تثبیت کړې او له غصب راګرځولې ده.
د ده په خبره، تر اوسه يې د مرکز پل عالم سربېره په برهکي برک، محمد اغې او څرخ ولسواليو کې ۲۵زره جريبه دولتي ځمکه له غصب بېرته خلاصه کړې.
هغه ویلي، د غصب په تور يې لسګونه کسان هم نيولي چې له تضمين وروسته بېرته آزاد شوي دي.
د لوګر اوسېدونکي له ياد کمېسيون خوښ دي او غواړي، چې هغه ځمکې دې هم له غصبه راوګرځوي، چې زورواکو پرې ودانۍ جوړې کړي.
د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د غصب کمېسيون ويلي وو، په ټول هېواد کې يې له يو مليون جریبو ډېره ځمکه له غصب راګرځولې او لا هم دا لړۍ روانه ده.




