کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ماليزیا کې افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شوه

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل پر خپله اکس پاڼه ليکلي، ماليزيا هېواد کې افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شوه. نوموړي یاد هېواد کې د افغان سفير له قوله ليکلي، چې افغانانو ته به په شفاف او چټک ډول قونسلي خدمات وړاندې کړي. هغه په ښه ډول دغه هېواد کې د حکومت د استازولۍ ډاډ هم څرګند کړی دی. له ماليزيا…

2023-10-25 01:56 116۲ دقیقې لوستل
ماليزیا کې افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شوه

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل پر خپله اکس پاڼه ليکلي، ماليزيا هېواد کې افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل شوه.

نوموړي یاد هېواد کې د افغان سفير له قوله ليکلي، چې افغانانو ته به په شفاف او چټک ډول قونسلي خدمات وړاندې کړي.

هغه په ښه ډول دغه هېواد کې د حکومت د استازولۍ ډاډ هم څرګند کړی دی.

له ماليزيا وړاندې په ازبکستان، ایران او پاکستان کې هم افغان کډوالو ته د پاسپورتونو د ورکړې لړۍ پیل شوې وه.

په نورو هېوادونو کې افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش لړۍ داسې مهال پيلږي، چې په کور دنننه هم زيات شمېر افغانان د پاسپورتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، له مياشتو - مياشتو انتظار وروسته هم د پاسپورتونو په ترلاسه کولو نه بریالي کیږي.

بل لور ته بیا د پاسپورت رياست مسوولان وايي، هېواد کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ یې لا چټکه کړې او هڅه کوي، چې ټولو غوښتونکو ته پر وخت پاسپورتونه وويشي.

دغه رياست څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته به د انلاین فورمو تر څنګ په ساده عریضو هم د پاسپورتونو د وېش لړۍ پیل کړي.

د پاسپورت عمومي رياست په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۴۴ زره پاسپورټونه وېشلي دي. 


د یاد ریاست د معلوماتو له مخې له دې درکه یې شاوخوا درې میلیارده او ۶۲۸ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب