کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ماليې وزارت: تېر کال د شاوخوا ۱۷۹ زره ټنه توکو د قاچاق مخه نیول شوې

ماليې وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکي، تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد په بیلابیلو ګمرکونو کې یې د ګڼ شمېر بې کیفیته او ممنوعه قاچاقي توکو مخنیوي کړ دی. د مالي وزارت د ګمرکونو مسولینو د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بیلا بیلو سیمو کې (۱۷۸،۱۹۴) ټنه بې کیفتیه او ممنوعه توکو قاچاق مخه نیو…

2024-05-06 04:36 87۱ دقیقې لوستل
ماليې وزارت: تېر کال د شاوخوا ۱۷۹ زره ټنه توکو د قاچاق مخه نیول شوې

ماليې وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکي، تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې د هېواد په بیلابیلو ګمرکونو کې یې د ګڼ شمېر بې کیفیته او ممنوعه قاچاقي توکو مخنیوي کړ دی.

د مالي وزارت د ګمرکونو مسولینو د کندهار، نیمروز، فراه، خوست، پکتیا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو په بیلا بیلو سیمو کې (۱۷۸،۱۹۴) ټنه بې کیفتیه او ممنوعه توکو قاچاق مخه نیولې ده.

د معلوماتو له مخي، په دغه نیول شویو توکو کې طبعي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي توکي او نشه‌یي مواد شامل دي.

مسوولین زیاتوي، دغه توکي په غیر رسمي لارو له ګاونډیو هېوادنو په ځانګړی توکه له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

خبرياله: خاطره اکبري

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب