ماليې وزارت پر اېکس ليکلي، د مشرتابه د دولسمې ګڼې فرمان د تطبيق په موخه يې متقاعدينو ته د تقاعد د ورکړې لړۍ پيل کړه.
ياد وزارت ليکلي، ملکي او نظامي متقاعدينو ته به د يو منظم مهال وېش له مخې، د دوی حقونه ورکړي.
وزارت زياتوي، لومړي پړاو کې د ۹ امارتي ادارو چې پکې د سټنډرډ ملي اداره، پېښو سره د مبارزې او چمتوالي اداره، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د چاپیریال ساتنې ملي اداره، د ارګ د ساتنې عمومي رياست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت شامل دي، د تقاعد حقوق له همدا نن (د سنبلې ۳مې) نېټې څخه تر راتلونکې يوې مياشتې پورې ورکړل شي.
دغه وزارت زياتوي، د پاتې ادارو د متقاعد کارمندانو لپاره به د روانې (سنبلې) مياشتې پر (۲۵مه) اړونده ادارې اعلان کړي.
ماليې وزرات له هغه متقاعدينو چې د يادو ادارو کارمندان نه دي، غوښتې چې د تقاعد عمومي رياست ته دې مراجعه نه کوي.




