ماليې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، کډوالو ته يې د اسانتيا برابرولو په موخه له باروړونکو موټرو ماليه اخيستل معاف کړل.
تر دې وړاندې له پاکستان څخه افغان خاورې ته هر داخليدونکي لارۍ موټر ۲۵۰۰ افغانۍ ماليه، او کوچنيو موټرو بيا ۱۵۰۰ افغانۍ ماليه ورکوله.
دوی وايي، د پيسو د تحويلۍ پر مهال د ګڼې ګوڼې جوړېدو او ښځو او ماشومانو ته د ستونزو جوړېدو په علت یې د ګمرک په غوښتنه ماليه معاف کړه.
د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې له مخې چې، غیر قانوني کډوال دې د دوی له خاورې ووځي، هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له اموالو بار موټرو سره هېواد ته راځي.
نن هم پاکستان هغه ۲۶ بنديان له خپلو زندانونو ازاد کړل چې، د دغه هېواد د پوليسو لخوا نيول شوي وو.
سرپرست حکومت وايي، نويو راستنو شويو مهاجرينو ته په سپين بولدګ او تورخم کې د هستوګنې کمپونه جوړوي.
پاکستاني حکومت ويلي، د نومبر له لومړي نېټې وروسته به ټول هغه کډوال چې غیر قانوني په دغه هېواد کې مېشت دي، په جبري توګه له خپل هېواد وباسي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر هم نن په یوې اعلامیه کې ويلي، پر فرضي کرښه راغلو کډوالو ته به د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې کړي.
اعلاميه کاږي، اوچا، يونيسف، د عامې روغتيا رياست او يو ای ایم ډاډ راکړی چې، هلته به د سرپنا، د څښاک اوبو او خوراک سربېره روغتيايي کمپونه هم جوړ کړي.




