ماليې وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د کابل ښار په میرویس میدان سیمه کې د يوې سترې او معياري سوداګريزې ودانۍ چارې پيل کړي دي.
د سرچينې په خبره دغه ودانۍ د دغه وزارت اړوند په دوه جريبه ځمکه جوړيږي.
د سرچینه په خبره، ياده ودانۍ به د يو خصوصي شرکت له لوري په دولس پوړونو کې د ۴.۵ ميليونه ډالرو په لګښت سره ورغيږي.
سرچینه زياتوي د دغه سوداګريز مرکز چارې به په راتلونکو دريو کلونو کې بشپړې شي، ۳۰۰ دوکانونه به ولري او د جوړېدو پر مهال به سلګونو تنو ته د کار کولو زمينه هم برابره شي.
بايد وويل شي چې د دغه مرکز له جوړېدو وروسته به هر کال ۳۸ ميليونه افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته زيات شي.




