مالیه وزارت: د هېواد له ګمرکونو مو ۶۰ ټانکره بېکيفيته تېل بېرته ګرځولي
یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هېواد له ګمرکونو څخه یې ۶۰ ټانکره بې‌کيفيته تېل مسترد کړي دي. دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي، تېره اونۍ یې د فراه د ابو نصر فراهي او د هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره واردېد…
2024-11-24 00:12 50۱ دقیقې لوستل
یاد وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د هېواد له ګمرکونو څخه یې ۶۰ ټانکره بېکيفيته تېل مسترد کړي دي.
دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي، تېره اونۍ یې د فراه د ابو نصر فراهي او د هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو څخه ۶۰ ټانکره واردېدونکي بېکيفيته تېل بېرته ګرځولي دي.
د ویلو ده چې تر وړاندې هم مالیې وزارت په ځلونو د هېواد له ګمرکونو څخه د بېکیفیته تېلو د مسترد کېدو خبر ورکړی و.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.