کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مالیې وزارت: له پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون پر هېواد هیڅ اغېز نه دی کړی

کابل (کوه نور، ۲ لیندۍ ۱۴۰۴): د مالیې وزارت اعلان کړی، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون پر هېواد هیڅ ډول منفي اغېز نه دی کړی؛ بلکې د هېواد سوداګریزې اړیکې له نړۍوالو سره په عادي توګه روانې دي. مالیې وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان سره د سوداګرۍله بندولو وروسته په ګمرکي محصولاتو کې هم هیڅ ډ…

2025-11-23 07:23 188۱ دقیقې لوستل
مالیې وزارت: له پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون پر هېواد هیڅ اغېز نه دی کړی

کابل (کوه نور، ۲ لیندۍ ۱۴۰۴): د مالیې وزارت اعلان کړی، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون پر هېواد هیڅ ډول منفي اغېز نه دی کړی؛ بلکې د هېواد سوداګریزې اړیکې له نړۍوالو سره په عادي توګه روانې دي.

مالیې وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان سره د سوداګرۍله بندولو وروسته په ګمرکي محصولاتو کې هم هیڅ ډول کموالی نه دی راغلی او د هېواد له ګمرکونو څخه په عادي توګه د سوداګرۍ پړاوونه ترسره کېږي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي، مالیې وزارت د هېواد په ټولو ګمرکاتو کې کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي؛ ترڅو له پاکستان پرته له نورو ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره سوداګرۍته ادامه ورکړي.

د مالیې وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د پاکستان پر ځای بدیلو لارو کې به د سوداګرو ملاتړ کوي او په اړوندو برخو کې یې د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب