کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مالیې وزارت وایي، پر دولتي ادارو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د ورکړې لړۍ پیلوي

‏یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزرا له حکم سره سم پر دولتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه تائيد شوې، چې د ملي بودیجې له اصولنامې سره سم به یاد پورونه ورکول شي. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې تر دې مهاله یې د ۲۶ دولتي ادارو پاته…

2023-12-31 03:03 62۱ دقیقې لوستل
مالیې وزارت وایي، پر دولتي ادارو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د ورکړې لړۍ پیلوي

‏یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ریاست الوزرا له حکم سره سم پر دولتي ادارو د یو شمېر قراردادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه تائيد شوې، چې د ملي بودیجې له اصولنامې سره سم به یاد پورونه ورکول شي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې تر دې مهاله یې د ۲۶ دولتي ادارو پاته طلبات، تضمینات او تامینات تثبت کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د پاتې ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو تر تثبت وروسته به له اصولو سره سم د هغوی د ورکړې پروسه هم پیل شي.

‏دا په داسې حال کې ده، چې په تیر جمهوری نظام کې په یو شمېر وزارتو او دولتي ادارو باندې د ځینو قراردادي شرکتونو پورونه پاتي دي، چې اوس مهال اسلامي امارت غواړي چې د دغو قرار دادي شرکتو، حکمي او حقیقي اشخاصو ته له اصولو سره سم د هغوی پورونه ورکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب