کابل (کوهنور ۲۴ سرطان ۱۴۰۴):
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وایي، له بهرنيو هېوادونو څخه افغانستان ته نشهیي توکي قاچاق کېږي، چې دا یوه لویه ستونزه ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر رييس بومتيتاسن سره په ليدنه کې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د دې ستونزې د مخنیوي په برخه کې هڅې وکړي.
سرپرست وزير دغه راز د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو بديل کښت غوښتنه هم کړې ده.
له بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوريو د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پر دوام خبرې اترې کړې دي.
د یادونې ده، چې امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د کوم هېواد نوم نه دی را اخیستی، خو تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي وو، چې افغانستان ته نشهیي توکي له ایرانه را قاچاق کېږي.




