کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي: دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده.  امیر خان متقي د دغه وزارت له کار کوونکو سره په ناسته کې د دیني او عصري زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی دی.     هغه ویلي، اسلامي نظام کې حکومت او سیاست دواړه د یو او بل مهمې برخې دي او په خبره یې هېواد کې باید دیني او عصري زده…

2024-03-11 23:27 62۱ دقیقې لوستل
متقي: دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، دیني او عصري زده کړې دواړه د اسلامي نظام اړتیا ده. 

امیر خان متقي د دغه وزارت له کار کوونکو سره په ناسته کې د دیني او عصري زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی دی.    

هغه ویلي، اسلامي نظام کې حکومت او سیاست دواړه د یو او بل مهمې برخې دي او په خبره یې هېواد کې باید دیني او عصري زده کړې ترسره شي. 

نوموړي همداشان په افغانستان کې ثبات د سیمې او د سیمې ثبات د نړۍ لپاره اړین بللی دی. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له اسلامي امارت سره خپل تعامل زیات کړي. 

د هغه په خبره، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي. 

امیر خان متقي هیله څرکنده کړې چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې به په هېواد کې سترې پروژې پیل شي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز لګېدلی دی.

دغه راز د شاوخوا دوه نیمو کلونو په تېرېدو سره لاهم د نړي هېڅ هېواد سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب