د بهرنيو چارو وزارت په یوې خبرپانه کې وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي د اتريش هېواد د ازادۍ ګوند له مخکښو غړو سره کتلي دي.
امير خان متقي دې کتنه کې د ازادۍ ګوند غړو ته ويلي، چې د افغانستان وضعیت تر هغه چې په مطبوعاتو کې ښکاره کیږي او ویل کیږي ډير مثبت متفاوت دی.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي د ناستې په جریان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د اتریش په مرکز ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د قونسلي خدماتو د وړاندي کولو او نورو تسهیلاتو د رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړې.
د دغه وزارت په وينا، د اتریش هیواد د ازادۍ ګوند غړو د افغانستان وضعیت تر هغه ډیر ښه وباله چې مخکې له راتګ یې له مطبوعاتو اورېدلي وو.
د بهرنيو چارو وزارت د دغه ګوند دغړو له قوله ليکلي: «موږ کابل کي ازاد وګرځیدو له ځینو افغانانو سره مو د اوسني وضعیت په تړاو خبري هم کړې دي چې له هغوی سره د خبرو په پایله کې راته څرګنده شوې ده چې افغانان په اوسني وضعیت خوښ او خپل ژوند خوندي او مصؤن ګڼي.»
دغه وزارت وايي، د ازادۍ ګوند غړو ورسره ژمنه کړې، چې دوی به د افغانستان د اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو سره شریکوي.




