کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي د اصف دراني په مشرۍ پاکستاني هيئت سره د مهاجرينو د نيولو او ځورولو په اړه خبرې کړي دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي نن پنجشنبه (د سپتمبر ۲۱مه) د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ له يوه هيئت سره وکتل. د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د افغان مهاجرو د نیونې، چمن بولدک لارکې له مسافرو سره چلند، د سبزی…

2023-09-21 06:09 88۲ دقیقې لوستل
متقي د اصف دراني په مشرۍ پاکستاني هيئت سره د مهاجرينو د نيولو او ځورولو په اړه خبرې کړي دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي نن پنجشنبه (د سپتمبر ۲۱مه) د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ له يوه هيئت سره وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د افغان مهاجرو د نیونې، چمن بولدک لارکې له مسافرو سره چلند، د سبزیجاتو او میوو د صادراتو په برخه کي د تسهیلاتو رامنځته کولو او په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ټرانزیټي اموالو په اړه خبرې شوي دي.

امير خان متقي پاکستاني هیئت ته ويلي، چې امنیتي مسایل دې د مشترکو کمیټو له لارې حل شي او لویې د عبور لارې دې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو له کبله نه تړل کیږي.

نوموړي افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه ګڼلي او هيله یې څرګنده کړې، چې بايد د يو بل خلاف د بيانونو له ورکولو ډډه وکړي.

هغه زياته کړې، هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې کړي.

د پاکستاني هیئت رئیس اصف  دراني ويلي، چې د سودګرۍ او ترانزیت او همدا راز د افغانستان او پاکستان تر منځ د عبور په ځایونو کې د رامنځته شوو مشکلاتو لپاره به د حل لارې راوباسي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان په ډیرو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته اماده دی او افغان محصلینو ته د تعلیمي بورسونو لړۍ بیا پیلوي.

خبرپاڼه وايي، نوموړي د امنیتي مسایلو په اړه د دواړو هیوادو په همکاري ټینګار وکړ.

اصف درانی افغانستان ته له سفر وړاندې ايران ته هم تللی وو.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په وروستيو ورځو کې اړيکې ترينګلې شوې وې. د دواړو هېوادونو تر منځ دا خفګان وروسته له هغې زيات شو، چې پاکستاني لوري تورخم دروازه وتړله او دا ادعاګانې یې زياتې کړې، چې ګواکې ټي‌ټي‌پي د افغانستان له خاورې په پاکستان بريدونه کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب