د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، چې د اوسني حکومت د ټولو چارواکو کورونه په وطن کې دي او هېڅ یو یې پاکستان کې نه اوسېږي.
هغه له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې هغه تورونه هم رد کړل، چې ګواکې د اوسني حکومت د کابيني ځينې غړي د پاکستان شناختي کارتونه لري.
نوموړي زياته کړه، چې له پاکستانه راستنېدونکي افغانتن په ډېر تکلیف کي دي او د راوتلو طریقه یې پیچلې او له ستونزو ډکه ده.
متقي وايي، د دوی له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو مو وغوښتل، چې دا پرېکړه بدله کړي؛ خو دوی یو طرفه پرېکړه کړې او په شدت سره یې عملي کوي.
هغه زیاتوي، چې اوسني حکومت د زور او فشار د لارې د هېچا غوښتنې نه دي منلي او نه يې مني.
نوموړي یو ځل بیا له پاکستان وغوښتل، چې په خپلو پرېکړو له سره غور وکړو او له مهاجرینو سره روان بد چلند بس کړي.
متقي وايي، د پاکستاني طالبانو د تحریک موضوع د دې هېواد داخلي موضوع ده او افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
متقي همدا راز ډیورنډ فرضي کرښه ګڼي او وايي چې اوسنی حکومت په دې اړه له ولس پرته هېڅ ډول تصميم نه شي نيولی.
هغه زیاتوي، چې اوسنی حکومت راستنېدونکو افغانانو ته د سهولتونو د برابرولړ هڅه کوي.
د نوموړي په وينا، افغانستان کې د هېچا ژوند ته ګواښ نه دی پېښ او له هېواده بهر ټول افغانان په ډاډه زړه هېواد ته راستنېدای شي.




