کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي: د دوحې په ناسته کې به د اجنډا له معلولو وروسته د ګډون پریکړه کوو

د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال حافظ ضيا احمد تکل وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په ليدنه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو په دوحه کې د راتلونکي ناستې او همدارنګه د افغانستان او روسيې تر منځ په سياسي او اقتصادي مسایلو سربېره پر ځينو سيمه‌ييزو مسايلو…

2024-04-23 22:21 104۱ دقیقې لوستل
متقي: د دوحې په ناسته کې به د اجنډا له معلولو وروسته د ګډون پریکړه کوو

د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستیال حافظ ضيا احمد تکل وايي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په ليدنه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په تړاو په دوحه کې د راتلونکي ناستې او همدارنګه د افغانستان او روسيې تر منځ په سياسي او اقتصادي مسایلو سربېره پر ځينو سيمه‌ييزو مسايلو خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې ښاغلي متقي د روسيې له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې ویلي، د افغانستان په تړاو دوحه کې د درېیمې جوړېدونکې غونډې په اړه د ملګرو ملتونو له استازو سره په خبرو بوخت دي او د اجنډا او ترکیب تر روښانه کېدو وروسته به پکې د خپل ګډون یا نه ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

د هغه په وینا، ښاغلي متقي زیاته کړې چې په دې اړه به له پوره وضاحت وروسته خپل دريځ څرګند کړي.

د يادونې ده چې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه په دوحه کې د راتلونکې غونډې نېټه لا نه ده اعلان شوې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب