کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي: د ستونزو د حل یوازېنۍ لار ډیپلوماسي ده

د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي له خپل چینایي سیال، وانګ يي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د هر ډول کړکېچ د حل یوازېنۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي له قوله راغلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي. د سرچینې په وینا، وانګ يي هم…

2026-03-13 10:05 164۱ دقیقې لوستل
متقي: د ستونزو د حل یوازېنۍ لار ډیپلوماسي ده

د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي له خپل چینایي سیال، وانګ يي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې د هر ډول کړکېچ د حل یوازېنۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي له قوله راغلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي.

د سرچینې په وینا، وانګ يي هم د ملکي وګړو په نښه کول د نه منلو وړ بللي او ټینګار یې کړی، چې چین چمتو دی، د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب