د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، امير خان متقي بيبيسي سره په مرکه کې د نجونو زده کړې د هېواد داخلي موضوع ګڼلې ده.
هغه ويلي، هڅه کوي دا موضوعات په منطقي ډول حل کړي؛ تر څو په هېواد کې د خلکو تر منځ د اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل نه شي.
نوموړي يو ځل بيا د افغانستان اوسنی حکومت ټولګډونه ګڼلی دی او په دې اړه یې د بهرنيو هېوادونو غوښتنې بې ځایه ګڼلې دي.
متقي دې مرکه کې ويلي، چې د اوسني حکومت په چوکاټ کې د ټولو قومونو او ټولو ولایتونو استازي شتون لري او دوی په فرمايشي ډول نورو کسانو د حکومت په جوړښت کې ځای نه شي ورکولی.
متقي داسې مهال د حکومت د همه شموليت څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د مسکو فارمټ ټولو ګډونوالو له اوسني حکومت وغوښتل، چې د افغانستان د خلکو له غوښتنې سره دې يوې پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.
هغه همدا راز د افغانستان دنننه ځينو هېوادونو ته پوځي اډو ورکړه رد کړه او ويې ویل، چې هېڅ بهرني وسله وال ته به په افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورنکړي.
متقي همدا راز پاکستاني طالبانو ته د وسلو د ورکړې او د هغوی ملاتړ رد کړ او ویې ویل چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.
نوموړي همدا راز ويلي، هغه کسان چې له هېواده وځي، هېڅ ډول سیاسي او امنیتي ستونزه نه لري، بلکې د درېیمې نړۍ ټول هېوادونه له ورته ستونزې سره مخ دي.




