کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي:د نویو بهرنیو استازو ټاکلو ته اړتیا نشته

بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د اضافي ځانګړو استازو ټاکلو ته هیڅ اړتیا نشته. د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې ویلي، چې نور باید افغانستان ته په جګړه کې د ښکېل هېواد په توګه ونه کتل شي. له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د…

2024-01-11 19:41 81۱ دقیقې لوستل
متقي:د نویو بهرنیو استازو ټاکلو ته اړتیا نشته

بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان لپاره د اضافي ځانګړو استازو ټاکلو ته هیڅ اړتیا نشته.

د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې ویلي، چې نور باید افغانستان ته په جګړه کې د ښکېل هېواد په توګه ونه کتل شي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او افغانستان سره د چین پر بشري مرستو خبرې کړې دي.

د چین سفیر ویلي چې چین د بهرني سیاست د اصولو په رڼا کې غواړي‌ افغانستان سره داسې اوږدمهاله ملګرتیا ته دوام ورکړي چې پکې د دواړه اړخونو ګتې تضمین شوي وي. 

ژاو شینګ زیاته کړې چې د نړۍ ګډ راتلونکي لپاره مهمه ده داسې څو اړخیز نړیوال نظم رامنځ ته شي چې واړه او لوی هیوادونه ټول پکې په مساوي ډول خپلې ګټې وساتلای شي.

امیرخان متقي په داسې حال کې د افغانستان د نويو بهرنیو استازو ټاکل بې ځایه بولي، چې څه موده وړاندې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د نوي استازي د ټاکل کېدو خبره کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب