کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، چې له پاکستان پرته د افغانستان ټول ګاونډیان له افغان حکومت سره له خپلو اړیکو څخه راضي دي.
فایننشل ایکسپریس نن سهار راپور ورکړی، چې متقي ویلي، هېواد یې له هېڅ هېواد سره د ج،ګړې نیت نه لري.
متقي مخکې له دې، د سرحدي نښتو په غبرګون کې، پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې که اسلاماباد د سولې غوښتونکی نه وي؛ نو دوی نورې لارې هم لري.
په ورته وخت کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د افغان حکومت دریځ ته، چې په اسلاماباد باندې نیوکه کوي غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې افغان حکومت له یوې خوا ګواښ کوي او له بلې خوا د خبرو اترو خبرې کوي.
امیر خان متقي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغان حکومت پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، د استخبارتو مشر عاصم ملک او دوه نورو جنرالانو ته د افغانستان ویزې نه دي ورکړي.




