کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي: پاکستان سره مو اړيکې دوستانه دي او ستونزې بايد د رسنيزو څرګندونو پر ځای د ډيپلوماتيکو لارو حل شي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، د مسکو فارمټ څنډه کې د چين او پاکستان له ځانګړيو استازو سره ناسته کړې ده. د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، مشترکو ګټو او تهديدونو مفصلې خبرې وشوې. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، پاکستان سره د…

2023-09-30 05:27 87۲ دقیقې لوستل
متقي: پاکستان سره مو اړيکې دوستانه دي او ستونزې بايد د رسنيزو څرګندونو پر ځای د ډيپلوماتيکو لارو حل شي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، د مسکو فارمټ څنډه کې د چين او پاکستان له ځانګړيو استازو سره ناسته کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، مشترکو ګټو او تهديدونو مفصلې خبرې وشوې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، پاکستان سره د افغانستان اړيکې دوستانه بللي او ټينګار یې کړی، چې د ستونزو د راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پرځای له ديپلوماتيکو لارو يې د اواري هڅه وشي..

خبرپاڼه زياتوي، د پاکستان استازي هم ټينګار وکړ چې ستونزې د دوو اړخيزو ديپلوماتيکو چينلونو له لارې اوارې شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چينايي لوري د افغانستان او پاکستان د دوې اړخيزې ديپلوماسۍ ستاينه وکړه چې پر وخت يې اړوندو مسئلو ته حل‌لاری موندلي دي.

چينايي لوري همداراز ډاډ څرګند کړی، چې په سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړي هېواد په توګه چمتو دی چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.

افغانستان او پاکستان داسې مهال د ډيپلوماتيکو لارو د ستونزو پر حل ټينګار کوي، چې وروستيو ورځو کې د تورخم دروازې د بندېدو پر مهال دواړو لورو د يو بل پر توندې څرګندونې وکړې.

پاکستانی لوری همېشه افغانستان د پاکستاني طالبانو تحريک د غړو د شتون ادعا کوي؛ خو افغان لوري بيا همېشه دغه ادعا ردوي او دا کار د پاکستان داخلي موضوع يادوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب