کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

متقي: چاته د زیان رسولو هوډ نلرو، خو د بل ضرر هم نه شو زغملی

 د بهرنیو چارو وزیر وایي، اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د دښمنۍ نیت نه‌لري، خو که له بل لوري ورته ضرر واوړي، بیا یې زغم نه‌لري. نوموړي دغه څرګندونې پر افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وکړې.  متقي زیاته کړه، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله وروستیو پ…

2025-12-27 08:00 130۱ دقیقې لوستل
متقي: چاته د زیان رسولو هوډ نلرو، خو د بل ضرر هم نه شو زغملی

 د بهرنیو چارو وزیر وایي، اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د دښمنۍ نیت نه‌لري، خو که له بل لوري ورته ضرر واوړي، بیا یې زغم نه‌لري.

نوموړي دغه څرګندونې پر افغانستان د پخواني شوروي ځواکونو د یرغل د ۴۶مې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وکړې.

 متقي زیاته کړه، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله وروستیو پېښو ته جدي پاملرنه شوې، او له اړوندو ادارو سره د دقیقې ارزونې بهیر روان دی.

په تېرو نږدې ۳۰ ورځو کې لږترلږه درې امنیتي پېښې شوې چې له امله یې د تاجک ځواکونو ترڅنګ چینایي کارکوونکي هم زیانمن شوي.

 تاجک چارواکو له افغانستانه د بښنې غوښتنه کړې او د پوله‌ساتنې امنیتي میکانیزم د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

متقي، پرته له دې چې کوم مشخص لوری وښيي، ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان اړیکې زیانمنې کړي، خو په خبره یې چې دوی به د نورو پر ضد هیچاته د افغانستان له خاورې د ګټې اخیستنې اجازه ورنکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب