کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مجاهد: افغانستان کې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت خبرونه بې‌بنسټه دي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف ادعا ته په اشارې سره ویلي، افغانستان کې د داعش په ګډون د نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت خبرونه بې‌بنسټه دي. ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره…

2024-08-09 21:58 37۱ دقیقې لوستل
مجاهد: افغانستان کې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیت خبرونه بې‌بنسټه دي

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد دملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف ادعا ته په اشارې سره ویلي، افغانستان کې د داعش په ګډون د نورو بهرنیو ترهګرو ډلو د فعالیت خبرونه بې‌بنسټه دي.

ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «اسلامي امارت چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادمیر ورونکوف، امنیت شورا ته ویلي وو چې د داعش ډلې د خراسان ولایت څانګه هڅه کوي چې ځان ته نور وسله‌وال را جلب کړي.

خو مجاهد ویلي، په افغانستان کې هيڅ خپل‌سرې کورنۍ او بهرنۍ ډلې د فعالیت مجال نه‌لري.

د یادونې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو را وروسته د سیمې هېوادونو په ځلونو له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب