کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مجاهد: د پاکستان تازه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

    د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد، پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. مجاهد پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې چې پاکستان د انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو درناوی نه کوي. د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ تېره شپه یو ځل بیا د کابل، کندهار، پکتیا او پکتی…

2026-03-12 23:11 167۱ دقیقې لوستل
مجاهد: د پاکستان تازه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

 

 

د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد، پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

مجاهد پر خپله اېکس پاڼه زیاته کړې چې پاکستان د انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو درناوی نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ تېره شپه یو ځل بیا د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې درې ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب