کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

مجاهد: هېڅ بهرني وسله‌وال ته افغانستان کې د اوسېدلو اجازه نه ورکوو

د سرپرست حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد د چهارشنې ماښام (د سپتمبر ۲۷مه) کندهار کې د سياحت او پانګه اچونې تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې هېڅ بهرني تبعه وسله‌وال ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي، چې بل چاته ګواښ پېښ کړي. مجاهد زیاته کړه، د اوسني حکومت پالیسي دا نه ده، چې افغانست…

2023-09-27 12:26 83۲ دقیقې لوستل
مجاهد: هېڅ بهرني وسله‌وال ته افغانستان کې د اوسېدلو اجازه نه ورکوو

د سرپرست حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد د چهارشنې ماښام (د سپتمبر ۲۷مه) کندهار کې د سياحت او پانګه اچونې تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې هېڅ بهرني تبعه وسله‌وال ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازه نه ورکوي، چې بل چاته ګواښ پېښ کړي.

مجاهد زیاته کړه، د اوسني حکومت پالیسي دا نه ده، چې افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ او د ترهګرو ډلو لپاره پناه ځای وګرځوي.

هغه وویل چې افغانستان له څو کلونو راهیسې په جګړه کې ښکیل دی او دوی هېڅکله نه غواړي، چې د ناامنۍ لپاره کار وکړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې يو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي او په اوسني ډاډمن وضعیت خلک بې باوره کوي.

هغه زياته کړه، چې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان اوسنی پرمختګ نه شي زغملی او غواړي چې افغانستان يو ځل بيا نا امن کړي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان په ګډون، ایران، تاجکستان او ځينې نور ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د تروريزم د زياتېدو په اړه اندېښنې څرګندوي.

د پاکستان لومړي وزير، د ترکيې له نيوز مېکر سره په خپله تازه مرکه کې ادعا کړې وه، چې د پاکستاني طالبانو تحريک په افغانستان کې د روزنې مرکزونه او پټنځايونه لري.

هغه زياته کړې وه، چې اوسنی حکومت ترهګرو ډلو سره د مبارزې وړتيا نه لري.

ځینې غربي هېوادونه افغانستان کې د القاعده ډلې د شتون ادعا هم کوي. د امريکا متحده ایالاتو شاوخوا یو کال وړاندې کابل کې د القاعده ډلې د مشر ايمن الظواهري د وژل کېدو خبر خپور کړ.

سرپرست حکومت نه يواځې دا چې د افغانستان په خاوره کې د القاعده ډلې د شتون ادعاوې ردوي، د يوه کال په تېرېدو یې لا هم کابل کې د ظواهري مرګ نه دی تائيد کړی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب