ستره محکمه وايي، چې د کابل د برېښنا رئيس ته د یوې خپرې شوې ويډيو په قضيه کې برات ورکړل شو.
د سترې محکمې وياند، عبدالرحیم راشد تائيد کړه، چې د برېښنا شرکت رئيس ملا احمد بې ګناه دی او محکمې هغه تهپه دې قضيه کې برات ورکړ.
سترې محکمې ویلي، هغه ويډیو چې ټولنیزو رسنيو کې خپره شوې وه، جعلې او دروغ ثابت شوه.
د کابل نظامي زون یوه مکتوب کې، چې کاپي یې افغان پرې هم تر لاسه کړي ليکلي: «د رئيس الوزرا دفتر څخه د مدعي ملااحمد اومدعي عليهم (سمیع الله، صدیق الله، ولدان عبدالحنید او عبدالودود ولد سعادت محمد ) موضوع د کابل زون نظامي محکمې ته راغلې وه،نوموړې محکمې خپله ټوله څېړنه او معلومات وکړه. په اخر کې معلومه شوه، چې ملا احمد په هغه تهمت کې چې ویډيو يې په ټولنیزو رسنیوکې نشر شوې وه جعلي او دروغ ثابت شول.»
څه موده وړاندې ټولنیزو رسنیو کې یوه ويډیو خپره شوه، چې پکې دوه سړي يو ځای یوې بړستنې لاندې ننوځي. هغه مهال ځینو رسنیو دخپلو سرچینو له قوله ادعا کړې وه، چې دا کس د کابل د برېښنا رئيس ملا احمد دی.




