د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په کونړ ولایت کې د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۸۰۰ او د ټپیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېدلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې دا شمېرې لاهم وروستۍ نه دي او ښایي نورې هم لوړې شي.
زلزله ځپلې سیمې په کونړ کې د نورګل ولسوالۍ مزار دره، د څوکۍ، وټهپور، ماڼوګي او چپې درې ولسوالۍ ځینې سیمې دي.
مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په ننګرهار کې هم ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۵۵ نور ټپیان دي. په لغمان، نورستان او پنجشېر ولایتونو کې هم د زلزلې له امله لسګونه تنه ټپیان شوي او ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.
د زلزلې قربانیانو ته د مرستو د برابرولو لپاره د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې، چې په کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازي شامل دي. دې کمېټې ته په لومړي ګام کې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې او اړتيا ته په کتو سره به نورې هم ورکړل شي.
همدارنګه، اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې، چې د پېښو سیمو ته ځانونه ورسوي او له شته امکاناتو څخه په استفادې د زیانمنو لپاره اړین خدمات او مرستې برابرې کړي. په اعلامیه کې له ټولو افغانانو غوښتنه شوې، چې د زیانمنو کورنیو سره د سرپنا، خوړو او جامو په برخه کې مرسته ونه سپموي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش هم له زلزله ځپلیو افغانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو ډلو په ګډه د مرستو چمتو کولو لپاره کار پیل کړی دی.
په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ، د جاپان سفارت، د ایران، هند او پاکستان بهرنیو چارو وزیرانو هم د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي ښوولې او د مرستو چمتووالی یې اعلان کړی دی.
تېره شپه د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونه ولړزول، چې په کونړ کې یې تر ټولو زیات زیانونه اړولي دي. د سیمهییزو چارواکو په وینا، په ځینو سیمو کې لاهم د ژغورنې عملیات روان دي او د مرکز او نورو ولایتونو مرستندویه ټیمونه هم سیمې ته په لاره دي.




