کابل (کوه نور، ۴ لیندۍ ۱۴۰۴): د مشرانو جرګې پخوانی رييس فضل هادي مسلم یار پر افغان خاوره د پاکستان پوځ د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې افغانستان هیڅکله د پاکستان دا ډول بریدونه بې ځوابه نه دي پرېښي.
مسلم یار، د پاکستان بریدونه غندلي او پر افغان خاوره تېری کول یې د نړۍوالو اصولو خلاف عملل بللی دی.
نوموړي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې، چې له پاکستانه پخپلسري ډول د یاد برید پوښتنې او پلټنې ترسره کړي.
د مسلم یار پر وینا، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅوک یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او نه هم د دغه تاریخي او ستر هېواد ملي حاکمیت ګواښلی شي.
فضل هادي مسلم یار ویلي، پر افغان خاوره د پاکستان پوځ دا ډول بریدونه د دواړو هېوادو ترمنځ خپل منځي او ډیپلوماتیکي اړیکې لا ډېرې خرابوي.




