د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي ریاست وايي، روان کال به ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو ۲۵ نوي سایټونه فعال کړي.
د یاد ریاست رییس مولوی محمدانور قیام وایي، د دغو سایټونو د جوړېدو چارې عملاً پیل شوې او قراردادي شرکتونو به د دغه ولایت د ۲۵ ولسوالیو په هغه سیمو کې مخابراتي سایټونه فعال کړي چې په تېرو شلو کالنو کې ورته هیڅ مخابراتي خدمات نه دي رسېدلي.
هغه وایي، د سرپرست حکومت له راتګ وړاندې دغه ولایت کې د بېلابېلو شبکو ۹۵ سایټونو فعالیت کوو چې د خلکو اړتیاوې یې نشوې پوره کولی.
ورته مهال د یاد ریاست د ټکنالوژی امر انجنیر رحمتالله دانیال وایي، د یادو سایټونو ساختماني چارې پیل شوې چې تر راتلونکی یوې میاشتې پورې به بشپړ شي.
دانیال زیاته کړې، له ساختماني چارو وروسته به یې تخنیکي چار عملاً پیل شي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، د مخابراتي شبکو د نویو سایټونو په فعالېدو سره به د پکتیکا د اوسېدونکو ۹۰ سلنه ستونزې هوارې شي.




