ڪابل (کوه نور، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، له دیني عالمانو غوښتي، چې د اسلامي نظام د ساتنې او د هېواد د ملي ګټو د ترویج په برخه کې لا ډېر فعال رول ولوبوي.
برادر دا څرګندونې نن کابل کې د "جامعه فتح العلوم" په یوه دستار بندۍ مراسمو کې کړې او دیني عالمانو ته یې توصیه کړې، چې په خطبو او ویناګانو کې نرمه لهجه خپله کړي.
نوموړي زیاته کړې، عالمان باید د دیني مکلفیتونو له ښوولو سره سره، د اسلامي نظام د ساتنې او ملي یووالي د پیاوړتیا حس هم خلکو ته ور ورسوي.
برادر دیني مدارس د دیني زدهکړو، اخلاقي تربیې، روحاني او فکري ودې او اسلامي خوځښتونو سپېڅلې بنسټونه بللي دی.
د هغه پر وینا، افغانستان کې د دیني تعلیماتو او جهاد مقدس مفهوم له مدرسو پیل شوی، له کلیو څخه ښارونو ته غځېدلی او بیا یې د مقاومت او عمل بڼه خپله کړې ده.
برادر همداراز ټینګار کړی، چې دیني مدرسې باید د ټولنې د فکري اصلاح، د غیراسلامي فرهنګي نفوذ د لهمنځه وړلو او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل اصلي مسوولیت ته ژمنې پاتې شي.




