کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملا محمد حسن اخند د هرات زلزله ځپلو ته ۱۰۰ ميليونه افغانۍ نقدي مرسته ولېږله

ارګ په یوې خبرپاڼه کې وايي، د رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ، هرات ولایت کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه نن ارګ کې بېړنۍ غونډه وشوه. خبرپاڼه زياتوي، چې دې غونډه کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره يو ځانګړی کمېسيون وټاکل شو. خبرپاڼه کې راغلي، د کلیو بیارغاونې وزارت د م…

2023-10-08 04:16 80۲ دقیقې لوستل
ملا محمد حسن اخند د هرات زلزله ځپلو ته ۱۰۰ ميليونه افغانۍ نقدي مرسته ولېږله

ارګ په یوې خبرپاڼه کې وايي، د رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ، هرات ولایت کې د وروستۍ سختې زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسولو او تنظیمولو په موخه نن ارګ کې بېړنۍ غونډه وشوه.

خبرپاڼه زياتوي، چې دې غونډه کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره يو ځانګړی کمېسيون وټاکل شو.

خبرپاڼه کې راغلي، د کلیو بیارغاونې وزارت د مرستیال مولوي شرف الدین مسلم په مشرۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، ملي دفاع ، کورنیو چارو اوعامې روغتیا وزارتونو او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ګډون دې کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې هرات ولایت ته ژر تر ژره سفر وکړي او له زیانمنو شویو هیوادوالو سره روغتیایي او اړینې مرستې ترسره او تنظیم کړي.

سرچينه وايي، د زلزلې له امله زیانمنو شوي، سره د مرستې لپاره، رئیس الوزرا  ملا محمد حسن آخند سل میلیونه ۱۰۰۰۰۰۰۰۰ افغانۍ نقدي مرسته هم زلزله ځپلو ته ولیږله.

د سرچينې پهه وينا، دغه پیسې به په مناسبو او د اړتیا وړ مواردو کې له زیانمنو شویو هیوادوالو سره د مرستې په هدف د یاد کمیسیون له لوري مصرف شي.

رييس الوزراء ټولو مسوولینو او اړونده ادارو ته هدایت کړی، چې زلزله ځپلو ته د رسېدنې په موخه له یاد کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي او زیانمنو او ټپیانو ته پراخه روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب