د ملي دفاع وزارت په خپله اکس پاڼه ليکلي، دوی د هر اړخيزه همکاريو په پايله کې د هرات زلزله ځپلو سره ۳۶ مليونه افغانۍ نقدي مرسته په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې کمېسيون ته وسپارله.
د خبرپاڼې په حواله، ياده مرسته به د کورونو په جوړولو کې مصرف شي.
خبرپاڼه زياتوي، تر دې وړاندې يې هم لس مليونه نقدي مرسته او همداراز او خپل تخنيکي او مسلکي ټيمونه هم د مرستې لپاره استولي وو.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د هرات ولايت استخباراتو رياست کارکوونکو هم له زلزله ځپلو سره ۲۴ مليونه افغانۍ نقدي مرسته کړې وه.




