کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ملي دفاع وزارت: ډیورنډ کرښې ته څېرمه مو د شریرو عناصرو پر مرکزونو بریدونه وکړل

د ملي دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یې د یو شمېر جنګي ډلو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو او پټن‌ځایونو بریدونه کړي دي. دغه وزارت نن په یوه بیان کې ویلي: «د فرضي کرښې په اوږدو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو له مرکزونو او پټنځایونو څخه چې په افغانستان کې یې بریدونه تنظیمول، بریدونه مو وکړل او…

2024-12-27 23:44 86۱ دقیقې لوستل
ملي دفاع وزارت: ډیورنډ کرښې ته څېرمه مو د شریرو عناصرو پر مرکزونو بریدونه وکړل

د ملي دفاع وزارت وايي، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته یې د یو شمېر جنګي ډلو او د هغوی د ملاتړو پر مرکزونو او پټن‌ځایونو بریدونه کړي دي.

دغه وزارت نن په یوه بیان کې ویلي: «د فرضي کرښې په اوږدو کې د شریرو عناصرو او د هغوی د ملاتړو له مرکزونو او پټنځایونو څخه چې په افغانستان کې یې بریدونه تنظیمول، بریدونه مو وکړل او درنه مرګ ژوبله مو ور اړولې ده.»

د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د کرښې هغې غاړې ته ۱۹ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي، خو افغان لوري بیا وايي چې دوی ته زیان نه دی اوښتی او یوازې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی و چې د پکتیکا پر برمل ولسوالي د پاکستاني ځواکونو بریدونه به بې ځوابه پرېنږدي. بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب